Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایلان ماسک:امریکا غږ راډیو ګانې اوس اورېدونکي نه لري او باید بندې شي.
۲۲ دلو ۱۴۰۳

ایلان ماسک:امریکا غږ راډیو ګانې اوس اورېدونکي نه لري او باید بندې شي.

د ټرمپ په کابینه کې د امریکا د اغېزمنتوب ادارې مشر او د نړۍ  مشهور میلیاردر « ایلان ماسک» وايي، ازادۍ او امریکا غږ راډیو ګانې اوس اورېدونکي نه لري او باید بندې شي.

ماسک په اېکس پاڼه ویلي، په دغو راډیو ګانو د مالیه ورکونکو پیسې بېځایه لګول کیږي او زیاتوي، چې ددې راډیوګانو په وسیله د امریکا یو میلیارد ډالر سوځیږي.

امریکا د دغو دوو راډیوګانو د بندېدو غوښتنه داسې مهال کوي، چې دوی یې د خپلو ګټو لپاره ګټورې نه بولي او اوس یې لګښتونو بې ګټې ویني.

د یادونې وړ ده، چې امریکا غږ راډيو د شلمې پېړۍ نږدې نیمايي کې او ازادي راډيو پر افغانستان د روس حملی وروسته رامنځته شوې دي، چې د رسنیزو چارو څارونکي یې اصلي موخې افغانستان، سیمه او نړۍ کې د امریکا استخباراتي او تبلیغاتي موخو پلي کول او هغوۍ ته رواني زمینه سازي بولي.

مطالب

ایلان ماسک
امریکا غږ راډیو ګانې
اورېدونکي نه لري
باید بندې شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ