Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهارکې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته نقدي مرسته وېشل شوې.
۱۴ حوت ۱۴۰۳

کندهارکې ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته نقدي مرسته وېشل شوې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د کندهار زون اړوند کندهار مرستون د میوند، ژړۍ او کندهار ښار ۲۰۰ اړمنو کورنیو ته د ځان بسایني او کوچني کاروبار د ملاتړ په موخه ۴ میلیونه افغانیو نغدي مرستې د وېشلو خبر ورکړی دی. سرچینې ویلي، چې د دې پروژې له مخې، ۹۰ کورنۍ د میوند ولسوالۍ، ۹۰ کورنۍ د ژړۍ ولسوالۍ، او ۲۰ کورنۍ د کندهار ښار له بې‌وزلو او مستحقو کسانو څخه سروې شوي وې. د ټاکل شوي پلان له مخې، هرې کورنۍ ته په لومړي پړاو کې ۲۰,۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې، څو پرې کوچنی کاروبار پیل کړي. د یادونې ده، چې د کندهار مرستون له دې وړاندې هم د ځان بسایني په موخه د ګلدوزۍ، خیاطي، او کلچه پخولو په څېر د کوچنیو کاروبارونو ملاتړ کړی دی.

مطالب

کندهارکې
اړمنو کورنی
نقدي مرسته

دا خبر نورو سره شریک کړئ