Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بلخ؛ د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې.
۱۱ ثور ۱۴۰۴

بلخ؛ د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې.

د بلخ ولایت د مزارشریف ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ښار په پسته‌ مزار سیمه کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د پخولو چارې پیل شوې دي.

 د مسوولینو په خبره دا سړک د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه د ۱۱۴۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره په سور سره جوړېږي. مسوولین وایي، چې د یادې پروژې په چوکاټ کې د سړک دواړو غاړو ته د اوبو ویالو او ګلدانونو د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې تمه ده په راتلونکو ۵ میاشتو کې به بشپړې شي.

مطالب

بلخ؛ د ۲۹ میلیونه افغانیو
په لګښت د یوه سړک پخولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ