Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار؛ ۳۵مټریک ټنه بې کیفیته کچالو بېرته پاکستان ته ور لېږل شوي.
۲ ثور ۱۴۰۴

ننګرهار؛ ۳۵مټریک ټنه بې کیفیته کچالو بېرته پاکستان ته ور لېږل شوي.

د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د تورخم بندر مسوولینو د پاکستان څخه افغانستان ته د ۳۵ مټریک ټنه بې کیفیته کچالو د واردېدو مخنیوی کړی دی.

 د یاد ریاست رسنیز دفتر رسنیو ته ویلي چې دغه اندازه کچالو د نباتي قرنطین مدیریت مسوولینو له لوري د دقیقې معاینې وروسته بېرته پاکستان ته استول شوي. 

د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولینو له ټولو سوداګرو غوښتي چې هېواد ته باکیفیته او معیاري محصولات وارد کړي، څو افغانان له صحي او خوندي خوراکي توکو ګټه واخلي. 

د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم د ننګرهار کرنې ریاست کارکوونکو له پاکستان څخه واردېدونکي بې‌کیفیته محصولات تشخیص او بېرته پاکستان ته ورلېږلي دي.

مطالب

ننګرهار؛ ۳۵مټریک ټنه
بې کیفیته کچالو
بېرته پاکستان
ته ور لېږل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ