Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بغلان کې د ډبرو سکرو کان نړېدو پرمهال ۶ کسان مړه شوي.
۱ اسد ۱۴۰۴

بغلان کې د ډبرو سکرو کان نړېدو پرمهال ۶ کسان مړه شوي.



د بغلان امنیتي مسوولانو ویلي، دغه ولایت کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی چې له امله یې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي.

ځايي مسوولانو ویلي چې دغه پېښه د بغلان د مرکز اړوند «کرکر» ډبرو سکرو کان کې د درېیم نمبر صوف د یو ناڅاپي کېناستو له امله شوې ده.

ویل شوي چې دې پېښه کې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ډله پر وخت سیمې ته رسېدلې او مړي او ټپیان یې د بغلان مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د هېواد یوشمېر ولایتونو کې د کانونو غیرقانوني او مسلکي کیندنو په دلیل ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

مطالب

بغلان کې د ډبرو سکرو کان
نړېدو پرمهال ۶ کسان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ