Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی.

د روان مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د تېر مالي کال د همدې مودې په پرتله افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې ۶۴.۴۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی. 

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، پاکستان په دې موده کې افغانستان ته د ۶۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې دغه شمېر د تېر مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې څه باندې ۳۷۸ میلیونه ډالره و. 

راپور کې راغلي، چې د پاکستان صادرات په کلني ډول د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۴۵.۵۴ سلنه راکم شوي او د ۵۶ میلیونه ډالرو پر ځای، ۲۰۲۵ کې دغه شمېر ۳۰ میلیونه ډالرو ته راښکته شوی دی.

مطالب

افغانستان ته د پاکستان
په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ