Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر مرستیال والي: ا.ا له ازادو رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

د لوګر مرستیال والي: ا.ا له ازادو رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی.

لوګر کې حکومتي چارواکو د دغه ولایت د سیمه‌ییزو او ملي رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په یوه ناسته کې وویل چې په هېواد کې د ازادو رسنیو فعالیت د ا.ا لپاره لویه لاسته‌راوړنه ده او دوی ژمن دي چې د خبریالانو ستونزو ته به رسېدنه کوي.

په دې ناسته کې چې د لوګر په مرکز پل‌علم کې جوړه شوې وه، د ازادو رسنیو او خبریالانو په استازولۍ د زینت راډیو مشر نورالله ستانکزي او د مهال راډیو مسؤل  خان‌ولي احمدزي وویل چې په دغه ولایت کې رسنۍ او ژورنالېستان معلوماتو ته د لاسرسي او همغږۍ برخه کې له ستونزو سره مخ دي او اړتیا ده چې مسوولین رسنیو او خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي او هر اړخیز ملاتړ ته یې دوام ورکړي.

ښاغلي احمدزي دغه راز ټینګار وکړ چې ولایتي اداره باید خپلو ویاندویانو ته د ظرفیت لوړونې معیاري پروګرامونه جوړ کړي څو له رسنیو او خبریالانو سره د معلوماتو په شریکولو کې له شته ستونزو خلاص شي.

نورالله ستانکزي وویل، په دغه ولایت کې محلي رسنۍ له اقتصادي ستونزې سره مخ دي او اړتیا ده چې ولایتي اداره د رسنیو د دې ستونزې حل ته لومړیتوب ورکړي.

دغه راز، د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، ا.ا له ازادو رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
هغه همدارنګه له رسنیو او خبریالانو وغوښتل چې ملي ګټو ته په پام سره خپلو چارو ته دوام ورکړي.

هېره دې نه وي چې په لوګر کې اوس اووه راډيوګانې، یوه چاپي رسنۍ او شاوخوا ۵۰ خبریالان په بېلابېلو برخو کې پر فعالیتونو بوخت دي.
زینت راډیو – لوګر.

مطالب

د لوګر مرستیال والي
ا.ا له ازادو رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ