Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتـیا کې لېوه د یوې کورنۍ پنځه غړي داړلي.
۱۷ دلو ۱۴۰۳

پکتـیا کې لېوه د یوې کورنۍ پنځه غړي داړلي.



د پکتيا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې د ډنډپټان ولسوالي حسن‌خېلو کلي کې لېوه د يوې کورنۍ پنځه غړي داړلي دي.

پېښه نن چهارشنبه، سلواغې ۱۷مه، سهار ۵بجې رامنځته شوې.

د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي، دغه لېوه له غره څخه یوه کلي ته راښکته شوی او د درېو مېرمنو په ګډون یې، د يوې کورنۍ پنځه غړي داړلي دي.

منيب ځدراڼ زیاته کړه چې د ولسوالي امنـیتي ځواکونه پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې، د څمکنـیو ولسـوالي روغـتون ته لېږدولي دي.

ټپیانو کې د دوو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی او د پکتیا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.

لېوه د یادې کورنۍ د نورو غړیو له لوري وژل شوی دی.

تېرکال هم د ژمي په موسم کې په ډنډپټان او اريوب ځاځي ولسوالي کې لېوانو نهو کسان‌ داړلي وو.

مطالب

پکتـیا
کې لېوه
د یوې کورنۍ
پنځه غړي داړلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ