جوز جان کې د ترافیکي پېښې له کبله ۹کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جوزجان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولايت په خانقاه ولسوالۍ کې د
جوزجان-بلخ په عمومي سړک د ترافیکي پېښتې له امله يو تن وژل شوی او ۸ نور
ټپيان شوي دي. د جوزجان د امنیې قوماندانۍ وياند رسنیو ته ویلي، چې ټپیان
ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت یې د ډاډ وړ دی. ځایي
مسوولینو د دې پېښې لامل د موټرچلوونکو ګړندی تګ، بېاحتياطي او د ترافيکي
قوانينو نه مراعات کول ښودل شوي دي.