Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د دوو میاشتو پرمهال د برښنا برخه کې څه باندې اته میلیارډ افغانۍ پانګونه شوې.
۱۴ جوزا ۱۴۰۴

د دوو میاشتو پرمهال د برښنا برخه کې څه باندې اته میلیارډ افغانۍ پانګونه شوې.



د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د تېرو دوو میاشتو پرمهال د برښنا تولید، لېږد او وېش برخه کې اته میلیارد او ۲۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې ده.

یاد معاونیت نن چهارشنبه، غبرګولي ۱۴مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې دغه پانګونه د تجدید وړ انرژي او د برښنا زېربناوو د پیاوړتیا لپاره لګول شوې.

په خبرپانه کې زیاته شوې چې بلخ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید، هرات کې پنځه مېګاواټه لمریزې برښنا تولید، لغمان کې د لس مېګاواټه لمریزې برښنا تولید، هرات کې د ۴۳.۲ مېګاواټه بادي برښنا، ننګرهار کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید ترڅنګ، د کندهار د ختیځ برښنا سب‌سټېشن جوړول، د زابل کلات کې د برښنا سب‌سټېشن جوړول او د کجکي بند څخه کندهار ته د ۱۱۰ کیلوواټه برښنا د مزي غځول شامل دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په وینا، د دې پروژو د برښنا تولید ټول ظرفیت ۱۳۸.۴۵ مېګاواټه برښنا ته رسېږي او په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۰۰زره کورنۍ او سلګونه صنعتي کارخونې له برښنا څخه ګټه پورته کړي.

مطالب

د دوو میاشتو پرمهال د برښنا برخه کې
څه باندې اته میلیارډ افغانۍ پانګونه شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ