Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مولوي امیرخان متقي دناروې له شارژدافیرسره کتلي دي.
۲۲ دلو ۱۴۰۳

مولوي امیرخان متقي دناروې له شارژدافیرسره کتلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي نن په کابل کې د ناروې له شارژدافير پير البرټ الساس سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او ناروې د سياسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي.
په دې ناسته کې ښاغلي متقي ويلي، چې د سيمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره د اقتصادي ودې او پراختيايي چارو په برخو کې ښکېلتيا رامنځته کړي.
ویل کیږي، په ترسره شوې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو لاپراختیا ته هیله مندي ښودل شوې ده.

مطالب

امیرخان متقي
دناروې
له شارژدافیرسره
کتلي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ