Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لي چیانګ د مصر له ولسمشر سره وکتل.
۲۱ سرطان ۱۴۰۴

لي چیانګ د مصر له ولسمشر سره وکتل.



د چین صدراعظم لي چیانګ د جولای په ۱۰مه نېټه په قاهره کې د مصر له ولسمشر عبد الفتاح السيسي سره وکتل.

لي چیانګ السیسي ته وویل چې چین غواړي له مصر سره د اقتصاد، سوداګرۍ، مالي او تولیدي چارو، نوې انرژۍ، ساینس او ​​ټېکنالوژۍ او کولتور په برخو کې د کمربند او لارې د ګډې جوړولو په چوکاټ کې همکارۍ پیاوړې کړي.

د مصر ولسمشر هم په دې لیدنه کې لي چیانګ ته وویل چې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ ته د ده د اخلاص ډک سلامونه او درناوي مراتب ورسوي.

ده ویلي چې مصر خپل بازار ته د لازیاتو چیني شرکتونو د ننوتلو هرکلی کوي او د دې لپاره اسانتیاوو برابرولو ته لیواله دی.

دی وايي چې مصر د رئیس شي جین پینګ لخوا وړاندیز شوي د نړیوالو نوښتونو  د لړۍ ملاتړ کوي او نړیوالې سولې او پرمختګ ته د ودې ورکولو لپاره له چین سره د څو اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ته لیواله دی.

مطالب

لي چیانګ د مصر له
ولسمشر سره وکتل

دا خبر نورو سره شریک کړئ