Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ملا برادر او قزاقستاني پلاوي لیدنه؛ د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتولو خبرې کیږي.
۱ ثور ۱۴۰۴

د ملا برادر او قزاقستاني پلاوي لیدنه؛ د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتولو خبرې کیږي.



د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن (دوشنبه، ثور لومړۍ) مخکې له غرمې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوي سره لیدلي.

هغه لیکلي چې دغه لیدنه کې به د دواړو هیوادونو چارواکي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو ترڅنګ، د زېربنایي پروژو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین په مشرۍ پلاوی نن په رسمي سفر کابل ته راغئ.

دغه قزاقستاني پلاوی به کابل کې د افغان – قزاق په جوړېدونکي سوداګریز نندارتون کې هم ګډون وکړي.

د یادنې ده چې افغان ـ قزاق ګډ نندارتون به سبا د روانې ثور میاشتې په دویمه نېټه د افغانستان او قزاقستان د لوړپوړو چارواکو په شتون کې پرانېستل شي.

مطالب

د ملا برادر او قزاقستاني پلاوي لیدنه
د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتولو خبرې کیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ