Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شبرغان ښار کې ۲۰۰زره نیالګي کېنول کېږي.
۳۰ دلو ۱۴۰۳

شبرغان ښار کې ۲۰۰زره نیالګي کېنول کېږي.

د جوزجان محلي مسوولان وايي چې په مرکز شبرغان ښار کې به دوه سوه زره مېوه‌لرونکي او غیرمېوه‌لرونکي نیالګي کېنوي.

د شبرغان ښاروال حبیب‌الله قانع د نیالګیو کېنولو د کمپاین پرانېستې پرمهال وویل چې د ښار بېلابېلو سیمو کې به د زرغونتیا په موخه دغه نیالګي کېنول شي.

په ورته مهال د جوزجان والي ګل‌حیدر شفق بیا وویل: «د ټولنې هر وګړی باید د یوه نیالګي په کېښنولو سره د زرغونتیا او چاپېریال ساتنې په موخه یو نیالګی کېنوي.»

د نوموړي په وینا، دغه نیالګي د ښاروالي ریاست او چاپېریال ساتنې ریاست ترڅنګ د نورو دولتي ادارو په همکاري برابر شوي دي.

د جوزجان د چاپېریال ساتنې ریاست د اطاعاتو او عامه پوهاوي مدیر سیدمحمد عارف یاردم بیا وايي، د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا او د اقلیمي بدلون اغېزو کمښت په موخه به مرکز او ولسوالیو کې نیالګي کېنوي.

په همدې حال کې د جوزجان اوسېدونکو د مسوولانو له دې ګام هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د نیالګیو کېنولو بهیر ته هر کال دوام ورکړي.

د جوزجان سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کب میاشتو په لومړیو او پسرلي پرمهال میلیونونه مېوه‌لرونکي او غیرمېوه لرونکي نیالګي کېنول کېږي.

مطالب

شبرغان ښار کې
۲۰۰زره نیالګي کېنول کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ