Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې په ۵۰زره ډالرو یو کانال ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو.
۲۹ دلو ۱۴۰۳

خوست کې په ۵۰زره ډالرو یو کانال ګټې‌‌اخیستنې ته وسپارل شو.

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې په ۵۰زره امریکايي ډالرو د ځمکې خړوبولو یو کانال جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د خوست ولايت مقام څخه نن «دوشنبه، سلواغې ۲۹مه» په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې دغه کانال د مرکز اړوند په میاخېلو کلي کې ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي چې ياد کانال د«UNDP»  موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، جوړ شوی کانال ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۳۱ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبولی شي.

بل‌خوا د خوست ولايت مقام څخه په يوه بله خبرپاڼه کې ويل شوي چې د یاد ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست تر چتر لاندې، دSTFA  په مالي ملاتړ او د ملګروملتونو د بشري هستوګن‌ځایونو دفتر(UN-Habitat)  له لوري د خوست ولایت د صبریو ولسوالي اړوند په جمعه‌خان کلي کې د ۲۶۶ متره په اوږدوالي د يوه محافظوي دیوال د جوړولو چارې هم پيل شوې.

د ياد محافظوي ديوال په جوړېدو سره به د دغه کلي کورونه او ملکیتونه چې د خلبسات خوړ پر غاړه موقعیت لري، د تخریب له ګواښ څخه وساتل شي.

مطالب

خوست کې په ۵۰زره ډالرو
یو کانال ګټې‌‌اخیستنې
ته وسپارل شو

این خبر را با دیگران در اشتراک بگذارید