Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مسعود پزشکیان: ایران به هېڅ‌کله د امریکا ځورونو ته سر ټیټ نه‌کړي.
۲۵ ثور ۱۴۰۴

مسعود پزشکیان: ایران به هېڅ‌کله د امریکا ځورونو ته سر ټیټ نه‌کړي.

د منځني ختیځ یوشمېر هېوادونو ته د سفر پرمهال د ایران په تړاو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې ایران به هېڅ‌کله د ټرمپ ځورونو او نیوکو ته سرټیټ نه‌کړي.

نوموړي په یوې وینا کې چې د ایران له دولتي تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده، وویل: « نوموړی «ټرمپ» فکر کوي چې کولای شي، دلته راشي او موږ وډار کړي. موږ ته د خوب په بستر کې د مړینې په پرتله شهادت څو برابره خوږ دی. تاسو راغلي یاست چې موږ وډار کړئ؟ موږ به د هر ډول ځورونې پروړاندې سر ټیټ نه‌کړو.»

د امریکا ولسمشر منځني ختیځ  ته د خپل سفر پرمهال له ایران غوښتنه وکړه چې له ترهګرو ملاتړ او نیابتي جګړې ودري او په وینا یې، د خپل اټومي وسلو له پروګرام دې لاس واخلي.

ټرمپ همداراز ویلي، اجازه نه‌‌ورکوي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.

هغه وویل: «غواړو چې ایران سره هوکړې ته ورسېږو، خو که د دوی مشرتابه دا رد کړه، نو اړ یو چې فشارونه ډېر کړو.»

امریکا او ایران د اټومي وسلو پروګرام په اړه څلور ځلې مخامخ خبرې کړي او هیلې دي چې دواړه لوري به یوې هوکړې ته ورسېږي.

مطالب

مسعود پزشکیان
ایران به هېڅ‌کله د امریکا
ځورونو ته سر ټیټ نه‌کړي

این خبر را با دیگران در اشتراک بگذارید